کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجیب الرحمان زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او لوبډله یې هم بریالۍ شوه
مجیب الرحمان

مجیب الرحمان زبردسته توپ اچونه ترسره کړه او لوبډله یې هم بریالۍ شوه

افغان ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان په پرونۍ لوبه کې زبردسته توپ اچونه ترسره کړه چې په ۲۰ توپونو کې یې ۲ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۶ منډې یې ورکړې. په دغه لوبه کې محمد نبي هم ۱ ویکټ واخیسته.

د انګلستان (دي هنډریډ) سیالیو کې ۱۷مه لوبه پرون د ناردرن سوپر چارجر او لندن سپیرټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پیل کې سوپر چارجر پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

ناردرن سوپر چارجر په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډیویډ ویلي ۸۱ ناسوځېدلې، هیري بروک ۲۸ او ډین ویلاس ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لندن له خوا محمد نبي، بلیک کولین او میسن کرین ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۵۶ منډو هدف په تعقیب کې د لندن سپیرټ لوبډلې په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۹۲ منډې وکړې چې د ۶۳ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوی له خوا ایون مورګن ۲۷، لویس ریس ۲۴ منډې وکړې، محمد نبي یوازې ۲ منډې ترلاسه کړې. د سوپر چارجر له خوا بین رین ۳، مجیب الرحمان، عادل رشید او ډیویډ ویلي ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ډیویډ ویلي ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …