کورپاڼه / سياست او روانې چارې / په افغانستان کې د (الله اکبر) نعرې د ډېرو خوبونه حرام کړل
الله اکبر

په افغانستان کې د (الله اکبر) نعرې د ډېرو خوبونه حرام کړل

پرون د کابل په ګډون د افغانستان په ډېری ولایتونو کې خلک د خپلو کورونو بامونه ته پورته شوي و او د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ یې د (الله اکبر) نعرې وهلې.

د الله اکبر دې نعرو تر ډېره دوام وکړ، چې ویډیوګانې یې خلکو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې کړې دي، د الله اکبر په دې نعرو کې مشرانو، کشرانو، ماشومانو، زنانو او ځوانانو ټولو برخه واخیسته.

خو په افغانستان کې د (الله اکبر) نعرو بیا د ډېرو خوبونه حرام کړي دي، په ځانګړې توګه باندې د پاکستاني ملایانو او هغوی اوس له ویرې په ګډو وډو سر شوي دي.

د پاکستان او طالبانو په ګډون د دوی خواخوږي هم د (الله اکبر) د نعرې په ورځ باندې ورک و او ان په ټولنیزو رسنیو کې هم نه لیدل کېدل.

د یادولو ده چې د الله اکبر نعره د هرات څخه د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ پورته شوه او له هغه وروسته بیا په ټول هېواد کې خپره شوه.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …