د طالبانو د تخار ولایت مشرانو د جګړې نه کولو اعلان کړی دی او وايي چې د هغوی مشران د پاکستان غلامان دي، چې د افغانستان شتمنیو او عزت ته یې سترګې پټې کړې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یوه پاڼه لاس په لاس کېږي، چې طالبانو د تخار ولایت د ماورا او کوکچه ولسوالیو نظامي مسول له خوا لیکل شوې ده او د دغه ولایت نورو طالبانو ته لېږل شوې ده.
په دغه پاڼه کې لیکل شوي دي، چې نور به د امارت د مشرانو تر قوماندې لاندې عملیات نه کوي، ځکه چې طالبان بې اساسه او قانون ماتونکي دي.
دغه نظامي مسوول زیاته کړړې ده، چې د دوی مشرانو د پاکستان په امر د افغانستان ملکیت، ځمکې، نجونو او عزت ته سترګې پټې کړې دي او دا هر څه یې په یوه میاشت کې ثابت کړي دي.
طالبانو تراوسه پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي. د یادولو ده چې پرون د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ په ټول هېواد کې د الله اکبر نعرې هم ووهل شوې.