کورپاڼه / روغتيا / که د خوب ستونزې لرئ نو دغه فورمول عملي کړئ

که د خوب ستونزې لرئ نو دغه فورمول عملي کړئ

که چېرته تاسې د بې خوبۍ ښکار یئ یاهم د خوب له کمښت سره مخ یې یا مو خوب نیمګړی وي، نو د یوه بریتانوي ډاکتر په لارښوونو عمل وکړئ.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ډاکتر کرن راجن نومېږي، هغه پخپل ټیک ټاک اکونټ (@dr.karanrtiktok) هغه کسانو ته یو فورمول ښودلی چې د خوب ستونزې لري.

نو که چېرته په دې فورمول عمل وشي نو د خوب ستونزې به در حل کړي او فورمول دادی:((۱۰-۳-۲-۱)) ددې فورمول په اړه ډاکتر راجن په دې ډول وضاحت ورکوي.

بسترې له تګ لس ساعته وړاندې کافین لرونکې توکي مه استعمالوئ، ځکه چې د کافین استعمال تر لسو ساعتونو اغېزې لري. دغه راز له خوب درې ساعته وړاندې خوراک مه کوئ، ځکه چې د سینې سوخت رامنځته کوي.

له خوب دوه ساعته وړاندې هیڅ کار مه کوئ او دا دوه ساعته ځان وزګار کړئ او له خوب یو ساعت وړاندې سکرین ته مه کینئ، موبایل او کمپیوټر له ځانه لېرې کړئ. ډاکتر راجن وایي که چېرته دغه فورمول عملي شي نو اړوند ستونزې به مو حل شي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …