خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان لپاره د دروېش رسولي سليزې هم افغانستان ته بريا ور په برخه نه کړه او په نيمه پايلوبه کې بنګله دېش د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې ته ماته ورکړه او د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام څخه يې بهر کړه.
د افغانستان او بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلو په نيمه پايلوبه کې لومړى بنګله دې ايمرجينګ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د افغانستان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان له لوري د پيل توپوهونکي عبدالمالک او شاهدالله په ١ او ٣ منډو وسوځېدل او همدا راز ورپسې شوکت زمان هم يوازې ١٣ منډې ترلاسه کړې، خو تر هغه وروسته دروېش رسولي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١١٤ منډې يې ترلاسه کړې او خپله سليزه يې هم پوره کړه.
په نورو توپوهونکو کې وحيدالله شفق ٣٤، طارق ستانکزي ٣٣ او سميع الله شينواري ١١ منډې ترلاسه کړې.
د افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٨ منډې وکړې او د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې ته يې د ٢٢٩ منډو هدف وټاکه.
د بنګله دېش له لوري حسن محمود او سوميه سرکار ٣-٣ او تنوير اسلام ٢ ويکټې ترلاسه کړې.
د ٢٢٩ منډو هدف د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې په ٣٩.٥ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او پايلوبې ته يې لار پېدا کړه. بنګله دېش د ٧ ويکټو په توپير له افغانستان څخه لوبه وګټله.
د بنګله دېش له لوري سوميه سرکار ٦١، نجمل حسېن شانتو ٥٩، عفيف حسېن ٤٥ ناسوځېدلې او ياسر علي ٣٨ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې. د افغانستان له لوري عبدالواسع ٢ او عظمت الله عمرزي ١ ويکټ ترلاسه کړه.
د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام سياليو پايلوبه به د پاکستان او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د يادولو ده چې افغانستان ايمرجينګ لوبډلې په اسيايي ايمرجينګ لوبډلو جام کې څلور لوبې ترسره کړې، چې په لومړۍ لوبه کې يې له پاکستان ماته وخوړه، په دويمه لوبه کې يې عمان او په دريمه لوبه کې يې سريلانکا ته ماته ورکړه او نيمه پايلوبې ته يې لار پېدا کړه، چې په نيمه پايلوبه کې يې له بنګله دېش څخه ماته وخوړله.