کورپاڼه / جالب / یو شخص د ویډيو جوړولو په شوق په کوترو چرس څکولي دي+ویډیو

یو شخص د ویډيو جوړولو په شوق په کوترو چرس څکولي دي+ویډیو

حضرت انسان خو له ډېر وړاندې د نشه یي توکو په استعمال روږدی دی او دې عادت یې روغتیا ته دومره زیان رسولی چې فکر یې هم نه شي کېدلی، خو اوس یې په دې جرم کې الوتونکې هم له ځان سره شریک کړي.

همدغسې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې ځینې کوترې په حیرانوونکې توګه د چرسو ډک سګریټ څکوي.

د ۲۴ شخصي تلویزون د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې ویډیو کې لېدل کېږي، چې یو شخص پخپل لاس کې سګریټ نېولي وي، کوترې ورته په نوبت ـ نوبت راځي او له سګریټو کش لګوي.

راپور زیاتوي چې تر اوسه پورې دا نه ده معلومه چې دغه ویډیو د کوم ځای ده او دغه غیر انساني کار چا ترسره کړی، خو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ژر لاس په لاس کېږي.

په دې ویډیو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم تبصرې کړي او ځینو ورته لیکلي دي چې د لایک او کتونکو د ډېرولو لپاره دې لالچي خلکو اوس له معصوم الوتونکو هم استفاده پیل کړه.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …