کورپاڼه / سياست او روانې چارې / طالبان: الله اکبر زموږ شعار دی، د امریکايي غلامانو شعار نه دی
طالبان

طالبان: الله اکبر زموږ شعار دی، د امریکايي غلامانو شعار نه دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه هغه ټول مسلمان ملت چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ یې د الله اکبر نعره ووهله امریکايي غلامان او سیکولران یاد کړل.

دا نعره پرون نه یوازې دا چې د ولس له زړونو راووتله، بلکې د هېواد د ګوټ ګوټ جوماتونو او عالمانو هم د الله اکبر نعره پورته کړه.

د دغه نعرې په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي: ((د اسلامي امارت مجاهدینو د الله اکبر تر شعار لاندې شل کاله له امریکايي کفري یرغل او غلامانو سره یې جهاد کړی.))

هغه زیاتوي: ((دا زموږ شعار دی، دا د امریکايي غلامانو او سیکولرانو شعار نه دی. زموږ ویاړلی او مسلمان ملت له دروغجنو شعارونو څخه ویره نه لري، له غلامانو سره به د الله لپاره حساب کتاب کوو.))

د یادولو وړ ده چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ له هرات څخه راپورته شوې نعره پرون د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې خلکو بدرګه کړه.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …