کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه هم د باران ښکار شوه؛ لوبلړۍ پاکستان وګټله

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ څلورمه شل اوریزه لوبه هم د باران ښکار شوه؛ لوبلړۍ پاکستان وګټله

د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اوریزو لوبو لړۍ وروستۍ او څلورمه لوبه هم د باران ښکار شوه او په دې سره په دې لوبلړۍ کې د ۱-۰ پر وړاندې بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې د ویسټ انډیز په ګیانا کې ترسره کېده، د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او کوربه لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډیز لوبډلې درې اوره توپ وهنه ترسره کړی، چې پرته له کوم زیانه یې ۳۰ منډې جوړ کړې، چې بیا لوبه د باران ښکار شوه. د ویسټ انډیز لخوا اندری فلیچر ۱۷ او کریس ګیل ۱۲ منډو باندې ناسوځېدلي ولاړ ول.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه د باران ښکاره شوې وه، خو په دویمه لوبه کې بیا کوربه لوبډلې په ۷ منډو ماتې خوړلې وه.

دغه راز دوه ورځې وړاندې د دواړو لوبډلو دریمه شل اوریزه لوبه هم د باران په سبب بې پایلې پای ته رسېدلې وه، په دې لوبه کې ویسټ انډیز په دوو اورونو کې ۱۵ منډې جوړې کړې وې چې باران پیل شو.

دا هم ولولئ

آیا د سږني شل اوریز نړیوال جام له ځانګړتیاوو خبر یاست؟

سږ کال د شل اوریز نړیوال جامونو اووم پړاو لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په …