کورپاڼه / سياست او روانې چارې / پاکستان: نه پوهېږو چې د افغان قضیې په اړه د امریکا ولسمشر ولې زنګ نه راوهي
عمران خان

پاکستان: نه پوهېږو چې د افغان قضیې په اړه د امریکا ولسمشر ولې زنګ نه راوهي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د امریکا ولسمشر جو بایډن زنګ ته په تمه دی، خو د هغه له خوا ورته زنګ نه وهل کېږي او اوس یې سلاکار امریکا ته هم دا پېغام رسولی دی، چې دوی یې زنګ ته په تمه دي.

د عمران خان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د امریکا یوې مجلې ته په خپله مرکه کې ویلي دي، چې د افغانستان په قضیه کې د پاکستان په څېر مهم هېواد ته د امریکا له خوا تراوسه زنګ نه دی وهل شوی.

هغه وايي، موږ بېخي په دې نه پوهېږو، چې جو بایډن ولې عمران خان ته زنګ نه وهي، کومه تخنیکي ستونزه ده او که بله خبره، خو دا رښتیا ده چې امریکا اوس په موږ باور نه کوي.

معید یوسف امریکا ته اخطار هم ورکړی دی، که چېرته جو بایډن عمران خان ته زنګ ونه وهي، نو د پاکستان سره بیا نورې لارې هم شته چې فکر پرې وکړي.

خو دغه مجلې بیا د ځینو سرچینو له قوله دا هم لیکلي دي، چې جو بایډن د نړۍ ځینو مشهورو مشرانو ته زنګونه وهلي دي، خو تراوسه پورې د دې وخت نه دی راغلی چې عمران خان ته زنګ ووهي.

دا هم ولولئ

حاجي سید احمد سېلاب؛ هغه څوک چې د ولس سره په غم او ښادۍ کې ولاړ دی

د جمهوري دولت په پارلمان کې د کندهار د خلکو استازي حاجي سید احمد سېلاب …