کورپاڼه / اسعار / ۱۳ اسد ۱۴۰۰ – چهارشنبه: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم ارزانه شول
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۳ اسد ۱۴۰۰ – چهارشنبه: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم ارزانه شول

امریکايي ډالر چې تېره ورځ یې په نرخ کې ۱۰ پوله کموالی راغلی او له ۸۰ افغانیو، ۷۹.۹۰ ته راښکته شوي ول، نن د (۱۳ اسد ۱۴۰۰ \ ۴ اګست ۲۰۲۱) د چهارشنبې په ورځ ۱۰ پوله نور هم ارزانه شوي او په سرای شهزاده کې په ۷۹.۸۰ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۹۳.۸۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۰۹.۸۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۶.۲۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۷.۶۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۲.۴۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۲.۴۰ افغانۍ، د ناروې کرون په ۸.۸۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۵۵ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۰ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۹.۷۵ افغانۍ، د چین ین په ۱۱ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۰۵ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۷۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۱ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۲۹ سنبله ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۸۶.۲۵ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …