کورپاڼه / جالب / یو کال وړاندې په سیند کې لوېدلی آیفون موبایل بېرته روغ ترلاسه شوی

یو کال وړاندې په سیند کې لوېدلی آیفون موبایل بېرته روغ ترلاسه شوی

که چېرته مو ځیرک موبایل په ناڅاپي ډول له لاسه ولوېږي، نو زړه مو درزا پیل کړي او سمدستي پر موبایل حمله کوو او ګورو یې چې خراب شوی خو به نه وي او چې موبایل مو روغ وي نو د آرامۍ ساه واخلو.

خو که چېرته په کوم سیند کې درنه ولوېږي نو سل سلنه به له خپل موبایل څخه لاس وینځئ او پرځای به یې بل موبایل اخلئ، خو اوس یو حیرانوونکې خبر دا دی چې یو لامبوزن چې په سیند کې یې خزانه لټوله، آیفون موبایل یې ترلاسه کړی دی.

د شین سټیفن په نوم دغه لامبوزن چې له سیند څخه هر څه ترلاسه کړي نو پر ټیک ټاک یې خپروي. هغه وایي چې د سمندر په ژورو کې یې د خزانې لټه کوله چې آیفون موبایل یې ترلاسه کړ.

شین سټیفن زیاتوي چې په حیرانوونکې توګه موبایل او سیمکارت دواړه روغ ول او پلټنه یې پیل کړه ترڅو د موبایل څښتن پیدا کړي، چې بیا یې د اړوند خدمتونو له مرکز سره له اړیکو نېولو وروسته پیدا کړ او موبایل یې ور کړ.

د یادولو وړ ده چې له دې وړاندې د کلیټن هیلکن برګ په نوم یو لامبوزن د روان کال په لومړیو کې د کولمبیا په جهیل کې ایفون موبایل موندلی و چې بیا یې خپل څښتن ته وسپاره.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …