کورپاڼه / هنر او کلتور / نوازالدین صدیقي د طلاق پرېکړه بېرته واخیستله

نوازالدین صدیقي د طلاق پرېکړه بېرته واخیستله

د بالیووډ نوموتي اداکار نوازالدین صدیقي او د هغه میرمنې عالیه صدیقي د خپلو اولادونو په خاطر د طلاق اخیستلو پرېکړه بېرته واخیسته.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې نوازالدین صدیقي او عالیه صدیقي پرېکړه کړې، چې پاتې ژوند به د خپلو ماشومانو په خاطر یوځای تېروي. راپور زیاتوي چې د کورونا وایروس په سبب رامنځته شوي حالت هغوی د غلطۍ احساس ورکړ او اوس دواړه یوځای اوسېږي.

نوازالدین صدیقي پخپله یوه مرکه کې ویلي دي چې هغه له خپلې میرمنې سره له واده وړاندې اړیکې خرابې وې او میرمن یې پر د بې وفایۍ تور ولګوو. د یادولو وړ ده چې د دواړو ترمنځ له ۲۰۱۵ را وروسته اړیکې خرابې شوې.

د نوزالدین او عالیه صدیقي ترمنځ له ۲۰۱۷ راهیسې یو پر بل تورونه او د طلاق خبرونو زور واخیست، چې بیا عالیه په ۲۰۱۹ کال د طلاق لپاره محکمې ته رجوع وکړه، خو د ۲۰۲۱ کال د میې په میاشت کې یې خپله پرېکړه بېرته واخیسته.

د یادونې وړ ده چې نوازالدین صدیقي په ۲۰۱۰ کال له عالیه سره واده وکړ، عالیه چې یوه هندو مذهبې وه، له واده وروسته یې خپل نوم له انجلي څخه عالیه ته بدل کړ. دوی د نهه کلنې لور او پنځه کلن زوی والدین دي.

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …