کورپاڼه / روغتيا / ولې په ورځني ډول دیرش دقیقې ورزش اړین وي؟

ولې په ورځني ډول دیرش دقیقې ورزش اړین وي؟

په دې موږ ټول پوهېږو چې روغتیا د زرو نعمتونو په مثال ده، که روغتیا نه وي نو دولت، شهرت، عزت او ممکن هیڅ ډول نعمت هم انسان ته خوښي ور په برخه نه کړي.

ناروغ نه یوازې دا چې د انسان ژوند سختوي او له تکلیف او ځور سره یې مخ کوي، بلکې په دې برخه کې یې جیبونه هم تشوي. که چېرته د ژوند په ځینو اصولو عمل وکړو، نو کولی شو چې یو ښه ژوند تېر کړو او له ناروغیو خوندي اوسو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې د اوونۍ په ډېرو ورځو کې باید لږ تر لږه دیرش دقیقې ورزش وکړو، هغه که هر ډول وي، قدم وهنه وي، کار کول وي، نڅا کول وي یا په کومه لوبه کې برخه اخیستل وي.

دغه راز پخپلو خوراکي توکو کې له مېوو، سبزیجاتو او پروټینو څخه ډېره زیاته ګټه پورته کړو. مراقبه وکړو او ژورې ساه ګانې واخلو، چې په دې سره به آرامه ژوند ولرو او ذهن به مو هم روغ او سالم وي.

داسې کار ترسره کړئ چې تاسې ته خوښي در کړي، چې په دې سره به مو ذهني فشار کم شي او ژوند به مو مثبتې لارې ته برابر شي. له ملګرو او خپلوانو سره اړیکې ونیسي او په بشپړ ډول خوب وکړو.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …