کورپاڼه / روغتيا / آیا دغه ډول هګۍ خو به زیانمنې نه وي؟ په اړه یې دلته ولولئ

آیا دغه ډول هګۍ خو به زیانمنې نه وي؟ په اړه یې دلته ولولئ

د هګیو خوراک د روغتیا لپاره ډېر ګټور وي، ځکه چې هګۍ پخپل جوړښت کې داسې ډېر ګټور غذایي توکي لري. په یوه ایشېدلې هګۍ کې ویټامین ای، ویټامین بي ۵، ویټامین بي ۱۲، ویټامین بي ۲، ویټامین ډي، ویټامین اي او ویټامین کی هم پخپل جوړښت کې لري.

د هګۍ اخیستلو پر وخت زموږ په ذهن کې ډېرې پوښتنې راولاړېږي چې آیا دا خو به پخوانۍ نه وي. د هګۍ خرابوالی یا نه خرابوالی هغه وخت معلومېږي کله چې هغه ماته شي.

خو پوښتنه داده هغه هګۍ چې په هغې کې د وینې داغونه وي، خوړل یې د روغتیا لپاره څنګه وي؟ ډېر وخت داسې هګۍ هغه وخت ترلاسه کوو، کله چې یې له نږدې دوکان څخه اخلو، خو باید وویل چې دا ډول هګۍ بالکل زیانمنې نه وي.

په دې اړه د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د هګیو په داخل کې د وینې داغ هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د هګیو اچولو پرمهال یې کوم رګ وچوي او دا هغه وخت صورت نیسي کله چې چرګه هره ورځ هګۍ اچوي.

دغه چېرته غواړئ چې د هګۍ ښه والی یا خرابوالی معلوم کړئ نو هګۍ ته یې نږدې کړئ او ورو غوندې یې وخوروئ، که چېرته وخورېده نو پوه شئ چې هګۍ خرابه ده، خو که چېرته په دننه ونه خوځېده نو پوه شئ چې هګۍ روغه ده.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …