کورپاڼه / اسلام / حدیث شریف: کله چې له کوره میلمه وځي، نو له خپل ځان سره هر ډول خطرونه او ستونزې وړي

حدیث شریف: کله چې له کوره میلمه وځي، نو له خپل ځان سره هر ډول خطرونه او ستونزې وړي

یوه ښځه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او له خپل خاونده یې شکایت وکړ، چې هغه ډېر وخت خپل ملګري او دوستان کور ته راولي، چې دا بیا ورته د ډوډۍ په تیارولو او میلمه پالنه ډېره ستړې کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅ ځواب ور نه کړ او ښځه بېرته لاړه.

له لږ ځنډ وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځې خاوند راوغوښت او ورته یې وفرمایل، چې نن ورځ ستا میلمه یم، هغه سړی ډېر زیات خوشحاله شو، کور ته لاړ او خپلې ښځې ته وویل چې نن ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ میلمه دی، ښځه یې ډېره خوشحاله شوه او په ډېرې خوارۍ یې ښه تیاری وکړو.

وروسته له ډوډۍ رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه سړي وویل، چې خپلې ښځې ته ووایه، چې په کومه دروازه زه وځم هغه دې ورته ګوري.

ښځې همداسې وکړل او و یې ولېدل کله چې رسول الله صلی الله له کوره وځي نو ورپسې ډېر زیاتې حشرې، لړمان او نور حطرناک حشرات هم له کوره وځي، ښځي چې دا حالت ولېد بې هوشه شوه.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله، نو رسول الله ورته وفرمایل، کله چې ستا له کوره میلمه وځي، نو له خپل ځان سره هر ډول خطرونه، ستونزې، امتحانات او خطرناک حشرې له ځان سره وړي او ددې وجه دا ده چې تا د میلمه په خدمت کې زیار ایستل دی. کوم کور ته چې میلمه راځي الله تعالی له هغه کور سره مینه کوي، د الله رحمتونه او نعمتونه پرې نازلېږي.

دا هم ولولئ

د سورت المایده دغه آیت شریف وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

قرانکریم د الله تعالی یو سپېڅلی کتاب دی، چې پر وروستي پیغمبر حضرت محمد صلي …