کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څوارلس زره ساینسپوهان: ځمکه له خطر سره مخ ده

څوارلس زره ساینسپوهان: ځمکه له خطر سره مخ ده

د نړۍ په زرګونو ساینسپوهانو په یوه څېړنیزه مقاله کې، چې خپل غږونه یژ ثبت کړي، ویلي دي چې د ځمکې سیارې د سلامتیا په چټکۍ سره راټیټیږي او سمدستي یې د اقلیم بېړني حالت اعلان کړی دی.

ساینسپوهان وایي چ د سیارې طبیعي سیسټمونو پورې اړوند ټول معیارونه د ورکیدو مرحلې ته رسیدلي او ځینې د ورکېدو په حال کې دي، چې له هغې جملې د انټارکټیکا او ګرینلینډ د یخ کنګل غیر معمولي ویلي کیدل، د مرجان ریفونو ویجاړول او د امازون او آسټرالیا اورونه هم شامل دي او د ځمکې نبض په ډوبېدو دی.

د ۲۰۱۹ کال په پیل کې، له ۱۰۰۰۰ څخه زیاتو ساینسپوهانو د بایو ساینس په نوم ژورنال کې د ځمکې په سیاره کې د اقلیم بېړني حالت غوښتنه کړې. خو هغه راپور د ۱۴۰۰۰ ساینسپوهانو لخوا منل شوی.

څېړونکې وايي چې انساني فعالیتونو زموږ سیارې ته زیان اړولی یا له تباهۍ سره مخ ده، موږ اوس وخت له لاسه ور کړی او په چټکۍ سره د سیارې سرچینې او طبیعي سیسټمونه له مینځه وړي او د کاربن ډای اکساید، میتان او نایټریټ اکساید ګازونو کچه لوړه شوې ده.

کارپوهانو د دوی په څیړنه کې ټولټال ۳۱ حیاتي نښې شاملې کړې، چې عبارت دي له د سمندرونو ساتنه، د یخ ذخیره کول، غله او د څارویو شمیر چې د فشار لاندې دي. خو ښه خبر دادی چې له ۲۰۱۸ راهیسې د بادیزې بریښنا نوي پروژې ۵۷ سلنه ته لوړې شوي او د فوسیل سا سون توکو په پانګونه کې کموالی راغلی.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …