کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره علي خان خپله پوزه پرې کړې+ویډیو

ساره علي خان خپله پوزه پرې کړې+ویډیو

د بالیووډ د فلمونو ځوانې او نوې اداکارې یا هنرمندې ساره علي خان، چې د اداکار سیف علي خان او امرتا سینګ لور ده، خپله پوزه پرې کړې ده او ویډیو یې پر ټولنیزه رسنۍ خپره کړې ده.

ساره علي خان پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام پخپل اکونټ ویډیو پورته کړې ده او په ویډیو کې له خپل پلار سیف علي خان، مور امرتا سینګ او ورور ابراهیم علي خان څخه د پوزې په پرې کېدو بخښنه غواړي.

ساره علي خان چې په ۲۰۱۸ کال یې د بالیووډ په فلمي نړۍ کې قدم کېښود، اوسمهال ډېر زیات مینوال لري او ترڅنګ یې ترټولو ځوانه نوابه یا خانه هم ګڼل کېږي.

هغه په ویډیو کې خپلې پوزې ته په اشارې سره وایي چې زما پوره پرې شوې ده او په ورته وخت کې له خپلې ټپې شوې پوزې بنداژ هم لېرې کوي او معلومېږي چې پوزه یې سخته ټپي وي.

بل لوري ته کله چې د هغې دغه ویډیو خپره شوه، نو د هغې مینوال او د ټولنیزو رسنیو کاروونکې سخت اندیښمن شول او هغې ته یې د ژر ښه کېدا لپاره دعاګانې وکړې.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Sara Ali Khan (@saraalikhan95)

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …