کورپاڼه / روغتيا / د فایبرو استعمال په عمر کې لس کاله ډېروالی راولي

د فایبرو استعمال په عمر کې لس کاله ډېروالی راولي

فایبر یو له هغه غذایي توکو له جملې څخه دی چې د انسان بدن ورته ډېره اړتیا لري او د عمر په ډېروالي او د ځواک په ډېرولو کې مرسته کوي. د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د فایبرو استعمال په عمر کې لس کاله ډېروالی راولي.

فایبر په عموم کې دوه ډولونه لري یو یې هغه چې د کلیسترولو کچه ټیټوي او په آسانۍ سره هضمېږي او په غلو، دانو، مټر، زړو، مڼه، تروشو مېوو او ګازرو مې وي او دویم یې هغه دي چې ژر نه جذبېږي چې دا د غنمو په اوړو، آلو او ګلپي موندل کېږي.

د قبض، بدهضمۍ او د هضم سیستم د نورو ناروغیو څخه د ژغورنې ترټولو غوره طریقه داده چې باید ډېر فایبر استعمال کړو، فایبر موږ سره مرسته کوي چې خواړه د هضم له نلونو تېر کړو او د قبض او بدهضمۍ ښکار نه شو.

دغه راز د ګردو د تیږو مخنیوی هم کوي او د استعمال په پایله کې یې زیانمن کلیسترول کمښت کوي یا یې کچه ټېټېږي او په نتیجه کې سوخت او د وینې فشار کنترول مومي.

که چېرته غواړئ چې وزن مو برابر پاتې شي او ترڅنګ یې د وینې د شریانونو له ناروغیو د بېلګې په توګه له فلج او د زړه له حملې خوندي پاتې شو، نو اړینه ده چې له فایبرو ګټه واخلو او ترڅنګ له سرطاني ناروغیو هم خوندي واوسو.

دا هم ولولئ

آیا خالص یا اصلي شات پېژنئ؟ په دې طریقه یې معلوم کړئ

شات د بدن د سلامتیا، روغتیا او د پوستکي د ښکلا ساتلو لپاره تر ټولو …