کورپاڼه / بېلا بېل / د المپیک سیالیو مډالونه له څه شي څخه جوړېږي؟

د المپیک سیالیو مډالونه له څه شي څخه جوړېږي؟

د جاپان په توکیو ښار کې سږ کال د ۲۰۲۰ کال د اولمپیک سیالۍ، چې د کورونا په سبب ځنډېدلې وې، د ۳۳ لوبو او د ۳۳۹ سیالیو په کولو سره، د جاپان په بېلابېلو ځایونو کې ترسره کېږي.

خو موږ په لوبو یا د هغه د ځایونو په اړه خبرې نه لرو، بلکې د هغه مډالونو او جایزو په اړه غږېږو چې په دې سیالیو کې ګټونکو کسانو ته ورکول کېږي او په جوړښت یې خبرې کوو.

د ۲۰۲۰ کال د توکیو د المپیک په سیالیو کې لوبغاړو ته ورکول کېدونکې مډالونه او جایزې له ریسایکل شوو موادو څخه تیار شوي دي او ددې لپاره د جاپان اوسیدونکو هغه بریښنایي مواد ډالۍ کړي، چې له هغې څخه د المپیک مډالونه تیارېږي.

د سرو زرو مډالونو د تیارولو لپاره له ۹۲.۵ سلنه سپینو زرو څخه ګټه اخیستل کېږي، خو په دې باید لږ تر لږه شپږ ګرامه سره زره هم وکارول شي او د قیمت په اړه یې ووایو نو تر ۷۵۰ ډالرو پورې قیمت لري.

که چېرته د سپین زرو مډال کې موجود سپین زر اوبه شي نو قیمت به ۲۹۷ پونډه جوړ کړي او د ژېړو مډال بیا له مسو او زنک څخه جوړېږي چې قیمت یې ایله پنځه پونډه دی.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …