کورپاڼه / روغتيا / د مڼې سرکه تر کومه حده ګټوره ده؟ په اړه یې دلته ولولئ

د مڼې سرکه تر کومه حده ګټوره ده؟ په اړه یې دلته ولولئ

د مڼې سرکه له څنګه چې له نوم څه ښکاري د مڼې له جوسو تیارېږي. یعنې کله چې د مڼې جوس وخوټول شي نو له هغې وروسته له څو پړاوونو تېرېږي او سرکه ترې جوړېږي چې بیا په سلاد، چکنۍ، اچار او نورو کې استعمالېږي.

د مڼې سرکه پخپل جوړښت کې د ډېرو حیرانوونکو ګټو لرونکې ده، چې د هغې له جملې د وینې شکر کنترولوي او د هضم په سیستم کې غوره والی رامنځته کوي. دغه راز د مڼې سرکه په اسلامي تعلیماتو کې هم یاده شوې چې دلته به یې ګټې ولولو.

لومړی: د مڼې سرکه د ویښتانو سپوروالی یا پخه له منځه وړي، نو که چېرته یاده ستونزه لرئ د مڼې سرکه وکاروئ. دویم: د مڼې سرکه د اسیډیک اسید لرونکې چې استعمال یې د شکر ناروغانو ته ګټور وي او شکر کنترولوي.

دریم: د مڼې سرکه د بدن د وزن په کمولو کې هم ګټوره تمامېږي، ځکه چې دغه سرکه اسیدیک اسید لري چې میټابولیزم تېزوي. څلورم: که چېرته مو غاښونه داغ لري نو هم دغه سرکه ورته ګټوره ده او داغونه یې پاکوي.

پنځم: که چېرته له نزلې، زکام یا کومې بلې میکروبي یا وایروسي ناروغۍ سره مخ یئ، نو د مڼې سرکه درته ډېره ګټوره تمامېږي، ځکه چې پوتاشیم یې پوزه خلاصوي او اسیدیک اسید د ناروغۍ شدت کموي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …