کورپاڼه / بېلا بېل / د شهزادګۍ ډیانې د واده بوټانو په لاندنۍ برخه کې څه شی لیکل شوي ول؟

د شهزادګۍ ډیانې د واده بوټانو په لاندنۍ برخه کې څه شی لیکل شوي ول؟

هسې خو د بریتانیې د شهزاده ګانو هیري او ویلیم مور شهزادګۍ لیډي ډیانا له نن څخه څلرویشت کاله وړاندې مړه شوې، هغه تر اوسه پورې د نړۍ د ډېرو خلکو په زړونو کې ژوندۍ ده.

د شهزادګۍ لیډي ډیانا تصویرونه، ویډیوګانې او کېسې اوس هم په هماغه اندازه له شهرت څخه برخمنې دي، څومره چې یې په ژوند شهرت درلود.

هغې په ۱۹۹۷ کال د یوې ترافیکي پېښې په سبب خپل ژوند له لاسه ور کړ، د جنازې مراسم یې په ژوندۍ بڼه خپاره شول، چې له دوه نیم میلیاردو څخه ډېرو خلکو یې ننداره وکړه.

خو یوه خبره، چې تر اوسه ممکن ډېر خلک ترې ناخبره پاتې وي او ډېره په زړه پورې هم ده، نن ورځ مو ترې خبروو او هغه دا چې شهزادګۍ ډیانې د خپلو بوټونو لاندې د چارلس لپاره پټ پیغام لېکلی و.

د شهزادګۍ ډیانې بوټان له څو پلوه ډېر ځانګړي ول، چې په هغې کې یو دا هم و چې ډیاڼې د بوټونه په لاندنۍ برخه چارلس ته پیغام ورکړی او د (C) او (D) توري د زړه له نښې سره نښلولي ول.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …