کورپاڼه / جالب / د سرطان هغه ناروغ چې له روغتون څخه ازموینه ورکړه او ۹۷.۲ سلنه نومرې ترلاسه کړې

د سرطان هغه ناروغ چې له روغتون څخه ازموینه ورکړه او ۹۷.۲ سلنه نومرې ترلاسه کړې

که چېرته یو څوک د زده کړې شوق ولري نو په دې برخه کې هر ډول ستونزو ته لبیک وایي، چې په دې لړ کې د هند یو زده کوونکی بیبن بلدیو راج یې غوره مثال دی.

بیبن بلدیو راج، چې اوولس کاله عمر لري، د دوبۍ په یو روغتون کې د سرطان له ناروغیو سره مقابله کوي، خو په زړه پورې داده چې له روغتون څخه یې ازموینه ورکړې او ۹۷.۲ سلنه یې بریا ترلاسه کړې.

هغه د یو ډول سرطاني ناروغۍ، چې په هډوکو کې موندل کېږي او ایونګز سارکوما (Ewing’s sarcoma) نومېږي، له څلورمې درجې سره مقابله کوي او له هماغه ځایه یې ازموینو ته تیاره ونېوه.

راج په انګلیسي او د رسنيو په برخه کې ۹۸، په ساینس او بازار موندنه کې ۹۷ او د اقتصاد په برخه کې ۹۶ نومرې ترلاسه کړې او په ښوونځي کې په دریم نمبر راغی. هغه وایي چې د کورونا په سبب یې زده کړو انلاین شکل غوره کړی او د ازموینو لپاره یې په روغتون کې چمتوالی ونېوه.

د یادولو وړ ده چې ازموینو ته د چمتوالي پرمهال په لومړیو کې هغه د دوبی په الزهرا روغتون کې د درملنې لاندې و، خو اوسمهال هغه د هند په جالندر کې په روغتون کې د تداوۍ لاندې دی.

دا هم ولولئ

پاکستان کې یو سړی حکومت او عمران خان ته په ښېرا کولو نیول شوی

په پاکستان کې یو سړی پولیسو له دې امله نیولی دی، چې د پاکستان حکومت …