کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د پلار چلند د لور پر ټول ژوند اغېزې پرېباسي

څېړنه: د پلار چلند د لور پر ټول ژوند اغېزې پرېباسي

د ماشومانو د روزنې او ارواپوهنې متخصصین وایي په کور کې د پلار رول د یو (چوپ او غیر متحرک) شخص په توګه ګڼل کېږي، خو د انجونو په برخه کې داسې نه وي، بلکې اغېز یې له مخکینو اټکلونو ډېر دی.

که څه هم په دې ځینې د وخت غوښتنې هم شاملې دي خو په رواني ډول د پلار او لور ترمنځ د ژوند لومړنی پړاو ډېر مهم وي. انجونې خپل پلار د روزنې، پالنې، ساتنې، مینې او د خپلمنځي احترام مهم مرکز ګڼي او په دې ډول پلار خپله لور له نوې نړۍ څخه خبروي.

ارواپوهان وایي کله چې ماشومانې ښوونځۍ ته ځي نو د هغوی په بدني، رواني او ټولنیزه روغتیا او سلامتیا کې د پلار رول نور هم ډېرېږي، ځکه چې د پلار چلند د لورګانو د ژوند او ترجیحاتو ټاکنه کوي.

ساینس هم وایي چې کوچنۍ انجونې د خپل پلار غېږه او د مینې ډک چلند د ژوند له ستونزو څخه ژغوري، خپل احساسات په غوره ډول بیانوي او د غربت احساس یې کموي.

هغه انجونې چې خپل پلار ته ډېرې نږدې وي هغوی له واده وروسته د پیاوړو دماغو لرونکې میرمنه جوړېږي. نو ځکه ارواپوهان لارښوونه کوي چې والدین دې د چوپتیا پرځای د ماشومانو په روزنه کې برخه واخلي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …