کورپاڼه / خپلواک / افغانستان ١٥٨، ويسټ انډيز ١٦٨ او ٢١٧ منډې کړي
افغانستان او ويسټ انډيز

افغانستان ١٥٨، ويسټ انډيز ١٦٨ او ٢١٧ منډې کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلو ترمنځ د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه روانه ده، چې نن يې دويمه ورځ وه.

نن د دويمې ورځ په پيل کې افغانستان توپوهنه ترسره کوله، چې د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ويسټ انډيز خپله دويمه پاڼۍ ترسره کړه او د ورځې تر پاى پورې ويسټ انډيز توپوهنه ترسره کړه، چې په خپله دويمه پاڼۍ کې يې ٢١٧ منډې وکړې او ٧ لوبغاړي يې له لاسه ورکړل.

په دويمه پاڼۍ کې د ويسټ انډيز لپاره تر ټولو زياتې منډې سنيل امبريس ٦٦ وکړې او روسټون چيس بيا ٥٧ منډې ترلاسه کړې. د افغانستان لپاره بيا حمزه هوتک ٣، ضيا الرحمان اکبر ٢، نجات مسعود او دولت ځدراڼ ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

همدا راز د دريمې ورځې لوبه به هم يو ځل بيا ويسټ انډيز پيلوي او افغان لوبډلې ته به هدف ټاکي، چې له هغه وروسته به افغان لوبډله د ياد هدف د پوره کولو هڅه کوي.

د يادولو ده چې ويسټ انډيز لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٦٨ منډې ترلاسه کړې وې، چې تر ټولو زياتې ٤٦ منډې پکې کريګ بريتوېټ ترلاسه کړې وې. همدا راز د افغانستان لپاره حمزه هوتک ٤، يمين احمدزي ٣، ضيا الرحمان اکبر ٢ او دولت ځدراڼ ١ ويکټ ترلاسه کړې وه.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٥٨ منډې وکړې، چې جاوېد احمدي پکې ٥٦ زياتې منډې وکړې. د ويسټ انډيز لپاره بيا جوميل واريکن ٥ او راهکيم کورنوال ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

ياده دې وي چې افغانستان او ويسټ په هند کې يوازينۍ ټېسټ لوبه ترسره کوي، چې دغه ټېسټ سيالي به د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي. دا د افغانستان څلورمه ټېسټ سيالي ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …