کورپاڼه / جالب / دغه شخص د خپلې میرمنې د پښو اوبه څښي او وایي چې په دې کې شفاء ده

دغه شخص د خپلې میرمنې د پښو اوبه څښي او وایي چې په دې کې شفاء ده

داسې ډېرې کیسې به مو اورېدلي وي او فلمونه به مو لېدلي وي چې یو شخص د لېونتوب تر حده خپلې میرمنې سره مینه لري، خو یو پاکستاني بیا دغه ټول حدونه مات کړل.

دغه شخص، چې خرم نومېږي، له خپلې میرمنې سره دومره مینه لري چې په پښو کې ورته کېني، د کور کارونه د بېلګې په توګه جامې اوتو کول، لاښو وینځل، ډوډۍ پخول او نور ټول کارونه ورته کوي او ترټولو حیرانوونکې خبره داده چې پښې ورته وینځي او اوبه یې څښي.

د خرم میرمن وایي چې:((دا د هرې انجلۍ هیله او غوښتنه وي چې خاوند ورته په پښو کې کېني، خدمت یې وکړي. زه ډېره خوشحاله یم چې الله تعالی ماته همدغسې خاوند را په نصیب کړ.))

خرم له یوې پاکستانۍ رسنۍ شوشل پاکستان سره په خبرو کې ویلي دي چې:(( د خلکو په خبرو پسې نه ګرځم. د میرمنې په پښو کې ددې لپاره کېنم ځکه چې هغې درناوی لرم او د پښو اوبه یې ځکه څښم چې په دې ډول شفاء ترلاسه کوم.))

خرم ادعا کوي چې له کله راهیسې یې چې د میرمنې د پښو اوبه څښل پیل کړي، له هماغه راهیسې بالکل نه دی ناروغه شوی او د کور کارونه په اړه وایي، کله چې د سهار ناشته تیاره کړي، نو لومړی یې میرمن ته وړي او د غرمې ډوډۍ په اړه ورته لارښوونه کوي چې لوښي دې پخپل پرېږدي او کله چې کور ته راستون شي نو بیا یې وینځي.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …