کورپاڼه / روغتيا / د غوړو لرونکو شېدو څښل ګټور وي او که زیانمن؟

د غوړو لرونکو شېدو څښل ګټور وي او که زیانمن؟

د یوې نوې څېړنې له مخې موندل شوې چې د غوړو لرونکو شېدو د څښلو په پایله کې که له یوې خوا پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې پرېباسي، نو له بلې خوا له فلج څخه مخنیوی هم ممکنوي.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي له غوړو څخه پاکې شېدې د روغتیا لپاره ډېرې ګټورې وي او د نوې څېړنې له مخې موندل شوې چې غوړ لرونکې شېدې هم د اوږد عمر ترڅنګ بې شمېره روغتیایي ګټې لري.

څېړونکې وایي چې د شېدو د غوړو او د زړه او فلج د ناروغۍ ترمنځ هیڅ اړیکه نه ده موندل شوې، خو غوړ لرونکې شېدې د فلج خطر څو برابره کموي او دغه پایلې غوړ لرونکې شېدې، کوچ، پنیر او مستو خوښونکو ته له زېري کم نه دی.

څېړونکې زیاتوي هیڅ داسې طبیعي شی نشته چې هغه دې د انساني روغتیا لپاره زیانمن وي، خو که چېرته له اړتیا ډېر استعمال شي نو په هغه صورت کې بیا زیان رسولی شي.

دغه راز څېړونکې وایي غوړ لرونکې شېدې که چېرته په اعتدال سره په ورځني ډول استعمال شي نو د مجموعي روغتیا، پوستکي، نوکانو او ویښتو ته ګټور وي او ښکلا یې ډېروي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …