کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش په اسټرالیا کانې وکړې
بنګله دېش او اسټرالیا

بنګله دېش په اسټرالیا کانې وکړې

بنګله دېش د اسټرالیا په لوبډله کانې وکړې، په پرلپسې دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې یې هم ماتې ورکړه او د ۵ نړیوالو شل اوریزو لوبو لړۍ کې یې د ۲-۰ سره مخکېوالی ترلاسه کړ.

د اسټرالیا او بنګله دېش ترمنځ دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه په ډهاکه کې ترسره شوه. د لوبې په پیل کې اسټرالیا پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.

اسټرالیا په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې مچل مارش ۴۵ او موسیس هینریکس ۳۰ منډې وکړې. د بنګله دېش له خوا مستفیظ الرحمان ۳ او شوریف الاسلام ۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د ۱۲۲ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دویمه نړیواله شل اوریزه لوبه کې یې هم د پنځه ویکټو په توپیر بریا خپله کړه.

د دوی له خوا عفیف حسین ۳۷ ناسوځېدلې، شکیب الحسن ۲۶، مهدي حسن ۲۳ او نور الحسن ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. د اسټرالیا له خوا مچل سټارک، جوش هازلووډ، اشټون اګر، اډم زمپا او انډریو ټای ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه عفیف حسین ته ورکړل شوه.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه کې هم بنګله دېش د ۲۳ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړې وه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …