د هیواد دري ژبې تکړه سندرغاړې مژده جمالزاده وایي چې له دې وړاندې مو د نړۍ دوو سترو ځواکونو ته ماتې ورکړې، دا ځل به پاکستان او ط-البانو ته هم ماتې ور کوو.
مژده جمالزۍ پخپله فیسبوکپاڼه یوه لنډه ویډیو خپره کړې او ویلي دي چې:((زموږ غیرت مندو افغانانو انګلیس ته ماتې ور کړې او شوروي ته یې هم ماتې ور کړې او اوس د پاکستان او ط-البانو وار دی.))
هغه پخپله دې لنډه ویډیو کې زیاته کړې ده چې:((زه هیله او باور لرم، لکه څنګه چې موږ له دې وړاندې د نړۍ دوو سترو ځواکونو ته ماتې ورکړې، دا ځل به پاکستان او ط-البانو ته هم ماتې ور کوو.))
جمالزۍ پخپل ویډیویي پیغام کې زیاتوي چې دا به هم د تاریخ برخه وګرځي او پاکستانیان به په دې پوه شي، چې افغانان څوک دي.
د یادولو وړ ده چې مژده جمالزاده په ۱۹۸۵ کال په کابل کې زېږېدلې، د ۱۶ کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره یوځای مهاجره شوې، چې اوس په کاناډا کې استوګنه ده او هلته خپل هنري او د موډلینګ فعالیتونه ترسره کوي.