د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان د خپل کوچنيوالی یو عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی، چې د ماشومانو په سایکل باندې ناست دی.
دا عکس هغه په انسټاګرام اکاونټ کې خپور کړی دی، هغه د ماشومانو په سایکل ناست دی او یو بل کوچنی ماشوم هم ورسره لیدل کېږي. په عکس کې راشد خان عکاس ته متوجې دی.
View this post on Instagram
راشد خان له دې عکس سره په انسټاګرام اکاونټ کې لیکلي دي چې یو وخت کې داسې و. د هغه دا عکس تراوسه بورې له ۱۶۶ زرو کسانو څخه زیاتو لایک کړی دی.
همدا راز ۱۶۰۰ څخه زیاتو کسانو د هغه په عکس باندې تبصرې هم کړې دي او د هغه د عکس ستاینه یې کړې ده، ډېرو ورته لیکلي دي چې په کوچنیوالي کې هم ډېر ښایسته و.
د یادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال د انګلستان په ناټینګهم کې دی، چېرته چې نوموړی د دي هنډریډ سیالیو کې د ټرینټ روکیټس لوبډلې لپاره لوبېږي.