کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر طالبانو ته: نن د افغانستان مېرمنې، ځوانان، مشران او عالمان درته په یو غږ وايي اجنبي یې، نوکر او مزدور یې
ولسمشر غني

ولسمشر طالبانو ته: نن د افغانستان مېرمنې، ځوانان، مشران او عالمان درته په یو غږ وايي اجنبي یې، نوکر او مزدور یې

ولسمشر محمد اشرف غني نن یو ځل بیا په طالبانو سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې نن ټول افغانان په یو غږ تاسې ته د اجنبي، نوکر او مزدور خطاب کوي.

په ارګ کې یوې غونډې ته په خپله وېنا کې ولسمشر غني وویل، چې طالبان او د هغوی ملاتړي باید په دې پوه شي، چې دوی نه یوازې دا چې د یو دولت سره مخامخ دي، بلکې دوی له یو ملت سره هم مخامخ دي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې زیاته کړه: ((تاسې باید پوه شئ چې نن د افغانستان مېرمنې، ځوانان، مشران، علما او د ولایتي شورا ټول غړي په یو غږ درته وايي اجنبي یې، نوکر او مزدور یې.))

ولسشمر غني د ولایتي شوراګانو غړو ته په خپله وېنا کې وویل: ((تاسې ددې وطن ژورې ریښې یاستئ، نن ستاسو غږ د ټول افغانستان غږ دی. له جمهوري نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه ستاسو له ملاتړ او قطعنامې د زړه له کومې مننه کوم.))

د یادولو وړ ده چې له تېرو دوه ورځو راهیسې په ټول هېواد کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د خلکو له خوا د الله اکبر نعرې وهل کېږي، خو طالبان وايي چې دوی له تېرو شل کلونو راهیسې دا نعره وهي او اوس چې کوم خلک دا نعرې وهي، هغه د امریکا غلامان دي.

دا هم ولولئ

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او معصوم ستانکزی ټول عمر د پردیو مهرې وې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د بهرنیو چارو د پخواني …