کورپاڼه / خبرونه / ابتها مقصود د کرکټ په نړۍ کې لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې ده
ابتها مقصود

ابتها مقصود د کرکټ په نړۍ کې لومړنۍ حجاب لرونکې لوبغاړې ده

که څه هم ځینې مسلمان هېوادونه هم د ښځینه کرکټ لوبډلې لري، خو د ابتها مقصود په نوم یوه مسلمانه لوبغاړې لومړنۍ لوبغاړې شوه چې په حجاب کې د کرکټ لوبې ترسره کوي.

ابتها مقصود په ۱۹۹۹ کال کې د جون په ۱۱مه نېټه د سکاټلېنډ په ګلاسګو کې زېږېدلې ده، هغه د سکاټلېنډ د ښځینه ملي لوبډلې لپاره هم لوبېږي او اوسمهال د انګلستان په دي هنډریډ یا د سل توپونو سیالیو کې لوبېږي، چې د خلکو پام یې خپل کړی دی.

هغه نه یوازې د سکاټلېنډ، بلکې په انګلستان کې هم لومړنۍ لوبغاړې ده چې په حجاب کې د کرکټ لوبې ترسره کوي. هغه د خپل حجاب په اړه وايي، چې مور و پلار ورته دا پرېکړه ورکړې وه، چې د حجاب اچولو او نه اچولو پرېکړه دې په خپله وکړي.

ابتها مقصود وايي، کله چې ۱۱ کلنه وه، نو د مور و پلار سره مکې ته د عمرې لپاره تللې وه، بیا چې راغله نو مور به یې حجاب کاوه او له هغه وروسته هغې هم حجاب شروع کړ، چې تراوسه پورې یې دوام ورکړی دی.

نوموړې وايي، چې په حجاب کې د کرکټ کولو سره هېڅ ستونزه ورته نه ده پېښه شوې، کرکټ د هغې لپاره یوه غوره دنده ده او غواړي چې خپل ځان د نورو نجونو لپاره یوه بېلګه وګرځوي.

دا هم ولولئ

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه سمرسیټ لوبډلې وګټله

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سمرسیټ او همپشایر لوبډلې سره …