کورپاڼه / خبرونه / د پاکستان پر ضد سیالیو ته افغان لوبډله کې دوه نور لوبغاړي هم اضافه شو

د پاکستان پر ضد سیالیو ته افغان لوبډله کې دوه نور لوبغاړي هم اضافه شو

د پاکستان پر ضد د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ ته په افغان لوبډله کې دوه نور لوبغاړي هم ورزیات شوي دي، خو کرکټ بورډ یې تراوسه پورې په رسمي ډول اعلان نه دی کړی.

زموږ د معلوماتو له مخې، په لوبډله کې چې کوم دوه نور لوبغاړي اضافه شوي دي، هغه نور علي ځدراڼ او حضرت الله ځاځی دي، چې سریلانکا ته به د لوبډلې سره یو ځای لاړ شي.

حضرت الله ځاځی له دې امله لوبډلې ته انتخاب شوی دی چې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې ښه ځلېدلی و، همدا راز نور علي ځدراڼ بیا د یو یو ټېسټ پاس کړی دی او له هغه وروسته له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

د پاکستان پر وړاندې د لوبغاړو یاد نوملړ اختر په څلورمه، د جمعې په ورځ اعلان شوی و، چې له اعلان وروسته یې بیا د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر اسدالله خان له خپلې دندې استعفا ورکړه او وې ویل چې هغه له دې نوملړ څخه ناخبره و.

بلخوا ځینې سرچینې دا هم وايي، چې یاده لوبډله د فرهان یوسفزي د څو کارمندانو له خوا جوړه شوې وه، خو فرهان یوسفزی چې کله د دې لوبډلې څخه خبر شوی دی، نو هغه پرې په خپله هم خوښ نه دی.

د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته تر ډېره پورې ځوان لوبغاړي اخیستل شوي دي، چې د کرکټ مینه والو پرې خوښي څرګنده کړې ده.

دا هم ولولئ

هند، انګلستان ته، استرالیا، نیوزیلېنډ ته او سریلانکا نمیبیا ته ماتې ورکړه

د شل نړیوال جام د سوپر (۱۲) پړاو تمریناتي لوبو کې هند، انګلستان ته په …