کورپاڼه / جالب / حیرانوونکې دعوه: فضایي مخلوق د ستورو د رڼا په ذریعه له یو بل سره اړیکه نیسي

حیرانوونکې دعوه: فضایي مخلوق د ستورو د رڼا په ذریعه له یو بل سره اړیکه نیسي

د فضایي مخلوق شتون او له انسانانو سره یې د اړیکې موضوع له لسیزو راهیسې د بحث موضوع ګرځېدلې او په دې اړه لا هم څېړنې روانې دي، خو اوس د امپیریل پوهنتون کوانتم فریکپوه حیرانوونکې دعوه کړې.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې ټیري رډولف پخپله وروستۍ مقاله کې لیکلي دي، چې فضایي مخلوق په ممکنه ډول په هر ځای کې شتون لري، هره سیاره کې شته او د کهکشان په بېلابېلو سیارو کې اوسېږي او د اړیکو نېولو لپاره د ستورو له رڼا څخه ګټه اخلي.

هغه لیکي چې له ستورو څخه د مختلفو رڼاګانو په خارجولو هغه د سګنلونو په ډول سره استعمالوي. ټیري رډولف زیاتوي، زه چې کله هم دا فکر کوم چې موږ انسانانو د ستورو له رڼا څخه د سګنلونه په توګه ګټه نه ده پورته کړې او نه مو داسې سیستم جوړ کړی چې له فضایي مخلوق سره اړیکه ونیسو، نو ډېر خفه شم.

هغه وایي چې موږ باید د کوانتم فزیک په مرسته یو داسې نوی د اړیکو نيټ ورک جوړ کړو، ترڅو په نورو سیارو کې له موجودو فضایي مخلوق سره خبرې وکړو.

هغه وایي چې (Quantum entanglement) یو پېچلی پروسیس دی، چې په مرسته یې فاصله ختمېږي او نورو سیارو ته پیغام لېږلی شو. ټیري وایي چې په دې باور دی چې فضایي مخلوق په نورو سیارو کې په همدې ډول سره اړیکه نیسي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …