خپلواک وېبپاڼه (٢١ نومبر ٢٠١٩): د افغان لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپ اچونکى راشد خان نن په خپل پلار پسې ډېر خپه دى او د هغه د ياد په اړه يې يو ټويټ هم کړى دى.
راشد خان خان په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې (پلاره! دا زه يم، زه يوازې غواړم چې تاته دا ووايم چې نن مې ډېر زيات يادېږې). نوموړي همدا راز د خپل دغه پوسټ په اخر کې د #MissYouDad هشټاګ هم کارولى دى.
راشد خان د خپل پلار هغه انځور خپور کړى دى، چې هغه ورسره په ويډيو کال باندې خبرې کوي. د يادولو ده چې د راشد خان پلار څه موده مخکې په حق ورسېده، چې هغه مهال راشد خان په يوه بهرني تجارتي ليګ کې لوبېده او وې نه شول کولاى چې د خپل پلار په جنازه کې ګډون وکړي او يا هم د هغه وروستى ديدن وکړي.
Hey Dad … It’s Me Dad Just wanted to tell you that I miss you very badly today .😢😢😢 #MissyouDad❤️❤️ pic.twitter.com/NxsP22VPmt
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) November 21, 2019
د هغه د پلار په مړينې باندې د هغه نورو ملګرو لوبغاړو هم په فېسبوک او ټويټر کې پوسټونه کړي و او له راشد خان سره يې غمشريکي کړې وه. همدا راز کله چې راشد خان هېواد ته راستون شو، نو له هغه وروسته په کابل او جلال اباد کې يې د خپل فاتحه واخيسته، چې ډېرو خلکو پکې ګډون وکړ.
راشد خان چې تر ٢٠١٩ نړيوال جام وروسته د افغان لوبډلې د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو، اوس مهال په هند کې دى، چې په هند کې به د ويسټ انډيز لوبډلې سره د نومبر په ٢٧مه ټېسټ سيالي ترسره کوي، چې دغه سيالي به د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.
همدا راز د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په هند کې يوه څلور ورځنۍ تمريناتي لوبه هم ترسره کېږي، چې نن يې دويمه ورځ ده.