کورپاڼه / جالب / په لومړۍ لېدنه کې باید څه وکړو؟ تکړه کارپوه یې په اړه وایي

په لومړۍ لېدنه کې باید څه وکړو؟ تکړه کارپوه یې په اړه وایي

د اړیکو جوړولو تکړه استرالیایي کارپوه جینا هاکنګ څو اوونۍ وړاندې ویلي ول، چې په لومړۍ لېدنه کې دې د خوړو بیل یا روپۍ تل نارینه ادا کړي، خو یو داسې صورت هم شته چې په هغې باید میرمنې بیل ادا کړي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې شپږ دیرش کلن جینا هاکنګ وایي چې زه اوس هم وایم چې میرمنې باید د ټولو خوړو بیل ادا کړي، خو یو داسې صورت هم شته چې میرمنې باید خپل بیل پخپله ادا کړي.

جینا هاکنګ وایي چې که چېرته په لومړۍ لېدنه کې میرمن راپورته شي او نارینه ته بلنه ور کړي، نو میرمنو ته اړینه ده چې په دې صورت خپل بیل پخپله ادا کړي او نارینه دې پرېږدي چې خپلې پیسې ور کړي.

که چېرته نارینه، میرمن د لېدنې لپاره راوبولي نو په دې صورت کې میرمنې بالکل بیل نه ادا کوي، که چېرته ضد وکړي چې زه خو نیم بیل ور کوم نو دغه کړنه یې د اړیکې لپاره سم نه بلل کېږي.

خو که چېرته ټول بیل نارینه ادا کړي نو دا به یې د اړیکې ښه پیل وګرځي او هغه میرمنې چې غواړي اوږدې اړیکې برابرې کړي نو د بیل ورکولو ضد دې نه کوي، ځکه دا په نارینه وو ناوړه اغېزې پرېباسي او اړیکې یې خرابوي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …