کورپاڼه / هنر او کلتور / هندي سندرغاړې او نڅاګره: د لنډو جامو د نه اغوستو په سبب مې کار ترلاسه نه کړ

هندي سندرغاړې او نڅاګره: د لنډو جامو د نه اغوستو په سبب مې کار ترلاسه نه کړ

د هند د هریانې اوسیدونکې نڅاګره او سندرغاړې سپنا چودري وایي، چې د لنډو جامو د نه اغوستلو په سبب په هندي فلمونو او تلویزونې خپرونو کې ورته کار نه دی ور کړل شوی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي، چې سپنا چودري په یوه تلویزوني مرکه کې ویلي چې سږ کال یې په فلمي صنعت کې پنځلس کاله پوره شول، خو تر اوسه پورې یې خپل خوبونه نه دي پوره کړي.

سپنا چودري زیاتوي چې ما غوښتل چې په هندي فلمونو او تلویزوني خپرونو کې د خپلې اداکارۍ وړتیاوې وښیم، خو ما لنډې جامې نه اغوستلې، ځکه خو راته کار پیدا نه شو.

هغه وایي چې زه باید په فلمي صنعت کې د کار کولو یا ترلاسه کولو لپاره ډېره هڅه او خواري وکړم. یو وخت داسې هم و چې یو ډیزاینر صاف انکار وکړ چې په خپرونه کې جامې نه در کوم.

سپنا چودري مخکې وایي چې نڅا زما لومړنۍ مینه او شوق دی، زه چې نن هر څه یم، د خپلې وړتیا په سبب یم او همدا زما لومړنۍ مینه او شوق دی او وي به.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …