کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او انګستان ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې، لومړۍ ورځ او پاڼۍ پای ته ورسېده

د هند او انګستان ترمنځ د لومړنۍ ټیسټ لوبې، لومړۍ ورځ او پاڼۍ پای ته ورسېده

د هند او انګلستان ترمنځ د پنځو ټیسټ لوبو په لومړنۍ لوبه او پاڼۍ کې انګلستان لوبډله ښه ونه ځلېده او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۳ منډې وکړې.

د هند او انګستان ترمنځ لومړنۍ ټیسټ لوبه د انګلستان په کوربتوب په ټرینټ برج کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پخپله یې توپ وهنه غوره کړه.

انګلستانۍ لوبډله د هند د توپ اچونې پر وړاندې ښه ونه ځلېده، ۶۵.۴ اورونه یې ولوبول، ټول لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۳ منډې یې وکړې، چې له ډلې یې جی روټ ۶۴، جوني بیرسټو ۲۹ او سام کرن ۲۷ منډې وکړې.

د هند له لورې په توپ اچونه کې جسپریټ بومرا څلور، محمد شامي درې، شردل ټاکور دوه او محمد سراج بیا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بل لوري ته هندي لوبډلې په ۱۳ اورونو کې ۲۱ منډې کړي، کوم لوبغاړی یې له لاسه نه دی ور کړی، روهیت شرما او راهول یې په ۹-۹ منډو ناسوځېدلي ولاړ دي او نن ورځ به بیا خپلې توپ وهنې ته ادامه ور کړي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …