کورپاڼه / اسعار / ۱۴ اسد ۱۴۰۰ – پنجشنبه: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې ۵ پوله نور هم ارزانه شول
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۴ اسد ۱۴۰۰ – پنجشنبه: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې ۵ پوله نور هم ارزانه شول

امریکايي ډالر چې تېره او آبله ورځ یې په نرخ کې ۱۰-۱۰ پوله کموالی راغلی و او له ۸۰ افغانیو تر ۷۹.۸۰ افغانیو ته راښکته شوي ول، نن د (۱۴ اسد ۱۴۰۰ \ ۵ اګست ۲۰۲۱) د پنجشنبې په ورځ ۵ پوله نور هم ارزانه شوي او په سرای شهزاده کې په ۷۹.۷۵ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۹۳.۶۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۰۹.۶۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۶ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۷.۶۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۲.۳۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۲.۳۵ افغانۍ، د ناروې کرون په   ۸.۷۵ افغانۍ، د سویډن کرون په ۹ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۵۵ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۴ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۹.۷۵ افغانۍ، د چین ین په ۱۱ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۰۵ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۷۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۱ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

افغانۍ او بهرني اسعار

۱۹ میزان ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ په ۹۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ …