کورپاڼه / روغتيا / په ناڅاپي توګه د طبیعت د بدلون سببونه څه کېدلی شي؟

په ناڅاپي توګه د طبیعت د بدلون سببونه څه کېدلی شي؟

د ځینو کسانو طبیعت په ناڅاپي ډول له بدلون سره مخ کېږي، ډېر سخت غمجن کېږي خو له لږ ځنډ وروسته بیا خوشحاله وي او باید وویل شي چې په طبیعت کې دغه ډول کیفیت پر ژوند دومره اغېزې نه پرېباسي.

ممکن یو څوک دغه ستونزه تر ډېره جدي وانخلي، خو که چېرته یو شخص د خوښۍ په حالت کې په دوامداره توګه د ژور خپګان پر لور ځي او ددې لپاره درملو ته اړتیا وي ترڅو په ناڅاپي ډول یا بیا بیا ځلې د طبیعت د بدلون سببونه معلوم شي.

په طبیعت کې بدلون ځینې سببونه د ذهني روغتیا، هورمونونو او نور روغتیایي حالاتو پورې اړه لري. دغه راز ډېر وخت ذهني روغتیا په طبیعت کې د بدلانه سبب کېږي، چې موډ ډس آرډر ورته ویل کېږي.

بای پولر ډس آرډر، سایکلیک موډ ډس آرډر، میجر ډیپریشن ډس آرډر او همیشنی ژور خپګان هغه ذهني حالتونه دي چې په سبب یې په طبیعت کې بدلون واقع کېږي.

بل لوري هورمونیکي ستونزې هم د طبیعت د بدلون سبب کېږي، چې دا په ځانګړې توګه په ښځو کې ډېر لېدل کېږي. دغه راز د زړه سیستم، سږي او د تایراید ستونزې هم د طبیعت د بدلون سبب کېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …