کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي توکي چې د سترګو د روغتیا لپاره ګټور وي

هغه خوراکي توکي چې د سترګو د روغتیا لپاره ګټور وي

د انسان په ژوند کې سترګې او د سترګو نظر ډېر مهم رول لوبوي. سترګې د انسان د بدن هغه غړي دي چې په مرسته یې خپل چاپیریال مشاهده کولی شو، خو ډېری کسان د سترګو د ساتنې لپاره ډېرې هڅې کوي، د لمر ضد عینکې اچوي، خو باید وویل شي چې ددې لپاره مناسب خوراک هم اړین دی.

د ماهیانو او هګیو استعمال: د ماهي استعمال د سترګو لپاره ګټور وي او د اومیګا تري فیټي اسیدو شتون یې سترګې له سپوروالي څخه خوندي ساتي. دغه راز هګۍ د لوټین او زنک لرونکې دي چې د سترګو روغتیا لپاره ګټور وي او د سترګو نظر ښه ساتي.

لبنیات: لبنیات د ویټامین ای او نورو کیمیاوي مرکبونو لرونکې دي، چې د مجموعي روغتیا لپاره او د سترګو د نظر لپاره ګټور وي. دغه توکي د زنک لرونکې وي چې د سترګو د روغتیا لپاره ډېر ګټور تمامېږي.

سبزیجات: ګازرې د بیټا کیروټین په درلودلو سره، شنه سابه او سبزیجات د لوټین او زیزانتین په لرلو سره او چغندر هم د بیټا کیروټینو په لرلو سره د سترګو د ناروغیو څخه خونديتوب رامنځته کوي او نظر یې ښه کوي.

تروشي مېوې: کېنو، موسمي مېوې، ترنج، نارنج او نور د ویټامین سي لرونکې وي چې د دفاعي سیستم د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم تمامېږي. دغه راز د فلاوونایډ په نوم مرکب هم لري چې سترګې له خطرناکو ناروغیو څخه مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …