کورپاڼه / هنر او کلتور / منوج باجپایي په ناڅاپي ډول خپل فیس ډېر کړ

منوج باجپایي په ناڅاپي ډول خپل فیس ډېر کړ

د بالیووډ فلمونو مخکښ اداکار یا هنرمند منوج باجپایي د (دی فیملي مین ټو) ویب سیریز له بریالي کېدو وروسته په ناڅاپي ډول خپل فیس لوړ کړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې منوج باجپایي د (دی فیملۍ مین ټو) د نهه قسطونو یا برخو لپاره د نورو اداکارو په پرتله ترټولو ډېر فیس (۱۰۰) میلونه هندي روپۍ اخیستې وي.

اوس هغه د دویم فصل له بریالي کېدو وروسته د دریم فصل لپاره خپل فیس ډېر کړی دی. راپورونه وایي چې منوج باجپایي د دریم فصل لپاره خپل فیس له ۱۰ تر ۲۴۰ میلونو پورې لوړ کړی.

د یادولو وړ ده چې (دی فیملي مین) ویب سریز هم د (میرزا پور) او (سکیرډ ګیمز) په څېر د بریالیو ویب سریزونو له جملې څخه شمېرل کېږي.

منوج باجپایي چې (دی فیملي مین ۲) ویب سریز کې یې مرکزي رول لوبولی، په همدې سبب د خبرونو سرټکی هم ګرځېدلی او په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېرې په زړه پورې تبصرې هم روانې دي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …