کورپاڼه / خبرونه / بنګله دیش او پاکستان د نیوزیلینډ کوربتوب کوي

بنګله دیش او پاکستان د نیوزیلینډ کوربتوب کوي

د راتلوونکې سپتمبر په میاشت کې به بنګله دیش او پاکستان د نیوزیلینډۍ لوبډلې کوربتوب وکړي، چې له بنګله دیش سره به پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کړي او پاکستان سره به د پنځه شل اوریزو لوبو ترڅنګ د سوپر لیګ سیالیو درې یوه ورځنۍ لوبې هم ترسره کړي.

د کرکټ د نړیواله شورا د یو راپور له مخې ویل کېږي چې بنګله دیش به د نیوزیلینډ لوبډلې کوربتوب وکړي، چېرته به چې دواړه لوبډلې د سپتمبر له ۱-۱۰ نیټې پورې په ډاکه کې پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د سپتمبر په ۱۱ نیټه به د نیوزیلینډ لوبډله پاکستان ته سفر ولري او دا به د نیوزیلینډ لوبډلې پاکستان ته وروسته له اتلسو کلونو لومړنی سفر وي.

میلمه لوبډله به پاکستان کې له کوربه لوبډلې سره د سوپر لیګ لوبو درې یوه ورځنۍ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې یوه ورځنۍ لوبې به په راولپنډۍ او شل اوریزه به په لاهور کې ترسره شي.

د نړیوالو یوه ورځنیو لوبو لړۍ به د سپتمبر په ۱۷، ۱۹ او ۲۱ نیټه ترسره شي او د شل اوریزو لوبو لړۍ به بیا د همدې میاشتې په ۲۵، ۲۶ او ۲۹ نیټه او دوه نورې لوبې به د اکتوبر په لومړۍ او دریمه نیټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …