کورپاڼه / بېلا بېل / هغه کم عمره لوبغاړې چې د جاپان لپاره یې مډال وګټو

هغه کم عمره لوبغاړې چې د جاپان لپاره یې مډال وګټو

د جاپان د سکیټ بورډ لوبغاړې هیراکي د توکیو په اولمپیک لوبو کې د مډال په ګټلو سره ترټولو کم عمره لوبغاړې ونومول شوه.

راپورونه وایي چې د توکیو اولمپیک د ښځینه وو په سکیټ بورډ سیالیو کې د جاپان دولس کلنې لوبغاړې کوکونا هیراکي د مډال په ګټلو سره ترټولو کم عمره لوبغاړي ونومول شوه.

کوکونا هیراکي پخپل ګروپ کې د سپینو زرو مډال وګټو. دغه راز په دې سیالۍ کې کوربه جاپان د سپینو زرو ترڅنګ د سرو زرو مډال هم وګټلو، چې د سرو زرو یې نوولس کلنې ساکورا یوسوزومي ګټلی.

د یادولو وړ ده چې کوکونا هیراکې د اولمپیک په تاریخ کې دویمه هغه کم عمره لوبغاړې شوه، چې مډال ګټي. له دې وړاندې دغه ویاړ له دولس کلنې فرانسوي لوبغاړي نویل وبنډرناټ سره و.

د سکیټ بورډ په سیالیو بریتانیې هم ریکارډ جوړ کړ او دیارلس کلنې سکایي براون د ژېړو مډال وګاټه او په دې هغه د بریتانیې د المپیک په تاریخ هغه لوبغاړې وګڼل شوه چې په کم عمر کې مډال ګټي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …