کورپاڼه / جالب / د ۲۸۰ کیلومیترو سفر یوازې په ۱۷ دقیقو کې ممکن دی

د ۲۸۰ کیلومیترو سفر یوازې په ۱۷ دقیقو کې ممکن دی

د سویټزرلینډ ساینسپوهانو د یو داسې ګړندي اورګاډي پلان یا تصور وړاندې کړی، چې په ۱۷ دقیقو کې ۲۸۰ کیلومیتره واټن وهلی شي.

د ډیلي میل د راپور له مخې ویل کېږي چې د سویټزرلینډ ساینسپوهان په دې ورځو کې د یو داسې ګړندي اورګاډي په تیارولو بوخت دي، چې د هوا له سرعت څخه هم د ګړندي تګ وړتیا لري.

دغه اورګاډی چې د ځمکې لاندې به سفر کوي، په ساعت کې ۷۴۵ کیلومیتره په تېزۍ سره حرکت کوي او مسافر به ددې اورګاډې په کپسول ډول ډبو کې سفر وکړي.

دغه پلان د سویس پوډ په نوم یو شرکت وړاندې کړی، چې له مخې به یې اورګاډی د ځمکې لاندې سفر کوي. دغه شرکت دعوه کوي چې هغه سفر چې اورګاډي یې په درې نیم او الوتکې یې په یو نیم ساعت کوي، دغه اورګاډی به یې په ۱۷ دقیقو کې کوي.

کارپوهان وایي چې ددغه اورګاډي وروسته به د ښارونو ترمنځ شته د ترانسپورت ستونزې حل شي، ځکه څومره وخت کې چې یو اورګاډی هدف ته رسېږي، دا به اوه ځلې رسېدلی وي. شرکت په دې پلان کار پیل کړی.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …