کورپاڼه / روغتيا / د ذهني فشار لپاره باید څه ډول خواړه استعمال کړو؟

د ذهني فشار لپاره باید څه ډول خواړه استعمال کړو؟

آیا پوهېږئ چې د غذایي توکو لرونکې خواړه د ذهني روغتیا لپاره ګټور وي؟ ددې لپاره چې ښه روغتیا ولرو نو اړینه ده چې ښه خوراک وکړو او پخپلو خوراکي توکو کې مېوې، سبزیجات، غلې، دانې، دال، لوبیا، غوښه او لبنیات استعمال کړو.

دا خبره کول دومره آسانه نه ده چې کوم ډول خوراکي او د څښاک توکي د ژور خپګان د درملنې لپاره ګټور وي، خو ددې خبرې کول بیا آسانه دي چې د غذایي توکو لرونکې خواړه د ذهني روغتیا لپاره ګټور وي او دماغو ته غوره والی ور په برخه کوي.

ویټامینونه او معدني مواد هغه څه دي چې د دماغو په روغتیا کې مهم رول لوبوي، په ځانګړي توګه ویټامین سي، ویټامین ډي او د بي ویټامینونه او په معدني موادو کې میګنیزیم، سیلینیم او زنک یې ډېر ګټور وي.

دغه راز کاربوهایډریټ یا نشایسته هغه څه دي چې دماغو ته ځواک ورکوي او امینو اسیدونه یعنې پروټین هم د دماغو د نیوروټرانسمټرز د پیداوار لپاره اړین وي، چې د پیغام رسونې په برخه کې مهم رول لوبوي.

لکه څنګه چې د دماغو ډېره برخه له غوړو او اوبو څخه جوړه ده، نو اړین ده چې له اومیګا تري څخه ګټه پورته کړو او ترڅنګ په بشپړ ډول اوبه وڅښو، ځکه چې د اوبو کمښت د ذهني او د بدني ستونزو لامل کېږي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …