کورپاڼه / جالب / د غاښونو زوړ برش مو مه غورځوئ، بلکې ګټه ترې پورته کړئ

د غاښونو زوړ برش مو مه غورځوئ، بلکې ګټه ترې پورته کړئ

که چېرته مو د غاښونو برش زوړ شو او نور مو نه غوښتل چې د غاښونو په پاکولو کې ترې ګټه واخلئ، نو غورځوئ یې مه، بلکې په نورو کارونو کې ترې ګټه پورته کړئ.

صفایي او پالش : د غاښونو برش د خپل کوچنیوالي په سبب د هغه شیانو په پاکولو کې مرستندویه تمامېږي چې لاس ورته نه رسېږي. دغه راز د بوټانو د پالش په برخه کې هم ډېر ګټور تمامېږي.

دغه راز که چېرته یو زوړ برش له ځان سره ولرو، نو د جامو د پاکولو په برخه کې یاهم د سرو زرو یا ګاڼو د پاکولو په برخه کې هم ورڅخه ګټه پورته کولی شو.

د کیبورډ او کمپیوټر صفایي: د کمپیوټر او په ځانګړې توګه د کېبورډ پاکول تر ډېره حده ستونزمن وي، چې ددې لپاره له پخواني یا زوړ برش څخه ګټه پورته کولی شو.

د رنګ او داغ لپاره: که چېرته غواړئ چې د کور ګلدانۍ مو رنګ کړئ، د هغې لپاره اړینه ده چې د غاښونو له برش څخه ګټه پورته کړو. دغه راز که چېرته پر جامو داسې داغ جوړ شي، چې پاکول یې ستونزمن وي نو که چېرته په داسې حال کې له برش څخه ګټه پورته شي، نو ګټور به تمام شي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …