کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې د تبې شدت کم کړو؟

څنګه کولی شو چې د تبې شدت کم کړو؟

تبه یو داسې روغتیایي حالت دی چې په مرسته یې موږ په دې پوهېږو چې روغتیا مو په خطر کې ده، خو ځینې وخت تبه ډېر شدت خپلوي او دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د تبې دغه شدت به څنګه کموو؟

هڅه وکړئ چې خپل لاسونه ډېر ـ ډېر ووینځئ او ماشومانو ته هم دغه عادت ور کړئ، په ځانګړې توګه تشناب له تګ وروسته او له خوراک وړاندې، په ګڼه ګوڼه کې له پاتې کېدو وروسته هم دغه عادت خپلول ګټور تمامېږي.

د پوزې، مخ او سترګو له لمس کولو څخه ځان وساتئ، ځکه چې دغه کار بدن ته د بکتریا او وایروسونو د داخلېدو سبب کېږي. کله چې ټوخېږئ هڅه وکړئ چې خپله خوله په لاس سره پټه کړئ او د پرنجېدو پر وخت هم پوزه پټه کړئ.

خو اوس بیاهم هماغه پوښتنه ده چې تبه به څنګه کموو؟ لکه چې د تبې په صورت کې د بدن اوبه کمېږي نو اړینه ده چې په دې صورت کې ډېرې اوبه، جوس، ښوروا او نور مایع استعمال کړو.

دغه راز آرامه وکړو ځکه چې بدني فعالیتونه د بدن تودوخه نوره هم لوړوي. نرۍ جامې واغوندو او ځان ډېر ګرم ونه ساتو. که چېرته ماشوم له دریو میاشتو کم وي او د تودوخې درجه یې له سلو فارن هایټ پورې وي، تر شپږ میاشتو پورې ۱۰۲ فارن هایټ او په بالغو کسانو ۱۰۳ فارن هایټ تودوخې درجې په صورت کې باید ډاکتر ته مراجعه وکړو.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …