کورپاڼه / روغتيا / آیا د لېمو له دې حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د لېمو له دې حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو طبي ګټو لرونکې مېوه ده او د ګڼو ناروغیو څخه خونديتوب رامنځته کوي.

د څېړنو له مخې ویل کېږي چې په لېمو کې موجود فایبر معدې ته په داخلېدو سره تر ډېره د لوږې مخنیوی کوي، خو ضرور نه ده چې لېمو دې وخوړل شي بلکې د مشروب په ډول یې استعمال هم ګټور وي. ددې لپاره په ګرمو اوبو کې اوبه واچوئ او ویې څښئ.

د تېزابیت د شتون په سبب لېمو د سالمونیلا بکتریا له منځه وړي. دغه راز د کاربوهایډریټ او فایبر شتون یې معدې ته ګټور وي او د نشایستې او شکر د هضمولو عمل تر ډېره کمزورس کوي او د شکر اندازه کنترولوي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې لېمو ذ نباتي مرکبونو په درلودلو سره د سرطان ضد ځانګړتیا لري، خو په دې اړه نورو څېړنو ته اړتیا ده. خو هغه کسان چې د وینې فشار لري لېمو د هغوی لپاره حیرانوونکې ګټې لري.

که چېرته د پوستکي ستونزې لرئ نو لېمو د انټۍ اکساید او ویتامین په درلودلو سره یادې ټولې ستونزې له منځه وړي. دغه راز که د ژامو یا وریو کمزوري لرئ نو د لېمو اوبه ورته تر ډېره ګټورې تمامېږي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …