کورپاڼه / خپلواک / څنګه کولی شو چې په ورک شوي موبایل کې هم ډیټا خوندي وساتو؟

څنګه کولی شو چې په ورک شوي موبایل کې هم ډیټا خوندي وساتو؟

که چېرته تاسې دنده لرئ یا بازار ته د سودا لپاره ځئ نو خپل موبایل مو خوندي وساتئ. ځکه چې ډېر وخت په داسې حالاتو کې موبایل هېروو یا رانه پاتې کېږي، چې بیا مو موبایل له لاسه هم وځي.

که چېرته تاسې هم له ورته ستونزې سره مخ شوي یئ او غواړئ چې خپل ورک شوی موبایل بېرته ترلاسه کړئ نو لاندې لارښوونې عملي کړئ:

کله چې تاسې په اندراید موبایل کې خپل ګوګل اکونټ پرانېزئ نو د (فاینډ مای ډیوایس) په نوم فیچر په اتومات ډول ور پکې آن کېږي. دغه فیچر یو داسې فیچر دی چې د موبایل د ورکېدو په صورت کې خپل ډیټا ترې لېرې کولی شو.

نو خپل موبایل راواخلئ او دغه فیچر آن کړئ. ددې لپاره د موبایل سیټینګ ته لاړ شئ، بیا سیکیورټي اینډ لوکیشن او فاینډ مای ډیوایس اپشن وګورئ، که آف و، نو آن یې کړئ.

ددې لپاره پر کمپیوټر (android.com/find) سرچ کړئ، خپل موبایل وټاکئ او هلته د (پلی ساونډ)، (سکیور ډیوایس) او (ایریز ډیوایس) ټول آن کړئ. که چېرته په دې لارښوونو عمل نو ډیټا به مو تل خوندي وي.

دا هم ولولئ

ډېر زیات وزګار ګرځېدل پر شخصیت منفي اغېزې کوي

ورځنیو بوختیاوو تقریباً ټول په ذهني او بدني ډول ستړي کړي او د وزګار کېدو …