کورپاڼه / هنر او کلتور / کاجل: اجي دیوګن مې په لومړۍ لېدنه کې نه و خوښ شوی

کاجل: اجي دیوګن مې په لومړۍ لېدنه کې نه و خوښ شوی

د بالیووډ فلمونو اداکارې یا هنرمندې کاجل د یوې مرکې پرمهال ویلي چې اجی دیوګن یې په لومړنۍ لېدنه کې نه و خوښ شوی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې نن ورځ تکړه او مخکښې اداکارې کاجل ۴۷ کلیزه ده او هغې په لومړي ځل له اجي دیوګن سره په ۱۹۹۵ کال د (هلچل) د ثبت پرمهال ولېدل.

کاجل د یوې مرکې پرمهال وایي چې له اجي سره یې له لېدنې لس دقیقې وړاندې هغه ته په کتو کنځلې کولې. کاجل زیاتوي چې ما پوښتنه وکړه چې زما هېرو چېرته دی؟ یو چا د اجي دیوګن پر لور اشاره وکړه او ما هغه ته په کتو له ځان سره بدې ردې وویلې.

هغه وایي چې ما هغه وخت دا پوښتنه کوله چې دا هلک څوک دی؟ دا د څه ډول شخصیت لرونکې دی؟ ځکه چې هغه له ټولو بېل په یو اړخ کې ناست و او سګریټ یې څکول.

کاجل مخکې وایي چې ورو ـ ورو زموږ ملګرتیا پیل شوه، همالته مو سره خبرې وکړې. هغه وخت ما له خپل انډیوال څخه ګېلې لرلې چې هغه مې اجي ته کولې، بیا مو ښه وګڼله چې یوځای واوسېږي، موږ یو بل ته د مینې اظهار نه دی کړی ځکه واده له دې غوره دی. باید یاده کړم چې دواړو په ۱۹۹۹ کال د فبرورۍ په ۲۴ واده وکړ.

دا هم ولولئ

اریانا سعید د سولې، موسیقۍ او د ښځو آزادۍ لپاره د سفیرې په توګه جایزه ګټلې

افغانې مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په ترکیه کې د ګولډ میډیا ایوارډز انټرنیشنل له لورې …